سریلانکا په ۹ ویکټونو آیرلنډ مات کړ
عقرب 02, 1401 10:03 Asia/Kabul
د شل اوریزو نړیوالو لوبو په دوام د لومړي ګروپ د سریلانکا او آیرلنډ ترمنځ د کرېکټ لوبه وشوه، سریلانکا په ۹ ویکټونو آیرلنډ ته ماتې ورکړه.
ایرلنډ د ۸ لوبغاړو د سوځېدو په پای کې ۱۲۸ منډې جوړې وې خو سریلانکا په داسې حال کې چې یو لوبغاړی یې سوځېدلی و، په ۱۵ اور کې هدف په اسانه پوره کړ.