هند کرېکټ لوبډلې د پاکستان کرېکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه
عقرب 02, 1401 09:37 Asia/Kabul
ویرات کوهلي په ښې لوبې د هند لوبډله د پاکستان په وړاندې په ۴ وکټونو بریالۍ کړه.
د ۲۰۲۲ د نړیوال شل اوره جام د دوهم ګروپ لومړۍ مسابقه د هند او پاکستان ترمنځ وه. هند پچه وګټله خو پاکستان ته یې د بیټنګ کولو بلنه ورکړه. پاکستان د لوبې تر ډېرو پورې تر سخت فشار لاندې و او په داسې حال کې چې ۶ لوبغاړي یې سوځېدلي وو، ۱۰۵ منډې یې کړې وې خو د شان مسعود ۵۲ منډو د پاکستان له لوبډلې سره مرسته وکړه چې د توقع خلاف هند ته لوړ هدف یعني ۱۶۰ منډې وټاکي.
هند هم په ډیره سختۍ په داسې حال کې پاکستان ته ماتې ورکړه چې یو توپ او یوه منډه ورته پاتې وه.
د پاکستاني باولرانو څو پر له پسې اضافي توپونو له هند سره په بري کې ډېره مرسته وکړه.