د کرېکټ اسیا جام سیالیو کې چا ډېرې شپږیزي وهلی؟
د اسیا جام سیالیو پیل دي او په دغو سیالیو کې ګډون کوونکې لوبډلې هم استرالیا ته رسیدلي، چېرته چې به دغه سیالۍ روانې دي. خو د اسیا جام د تیر کال دغه سیالیون کې چا ډيرې شپږیزې وهلې دي؟
د اسیا جام سیالۍ په ۵۰ اوریزه سیالیو کې ترسره شوې
تر دې وړاندې د اسيا جام سیالۍ په پنځوس اوریز ډول کېدې؛ خو اوس په شل اوره بڼه ترسره کېږي، چې د بڼې بدلون یې د شپږیزو او څلوریزو اهمیت هم زیات کړی، نو راځئ پوه شو چې په دې سیالیو کې تر ټولو زیاتې شپږیزې چا وهلي. شاهد اپریدی: پاکستاني توپ وهونکي چې په بوم بوم افریدي مشهور دی، د اسیا جام په ۲۷ لوبو کې ۲۶ شپږیزې وهلي دي او لومړی مقام له ځان سره لري
سانت جیسوریا: د نوملړ دوهم نوم د سریلانکا پخوانی لوبغاړی سانت جیسوریا دی، چې په ۲۵ لوبو کې یې ۲۳ شپږیزې وهلي دي. روهیت شرما: د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر روهیت شرما تر اوسه د اسیا جام په تاریخ کې په ۲۷ لوبو کې ۲۱ شپږیزې وهلي دي، چې په دغه نوملړ کې په درېیم ځای کې قرار لري
سریش رینا:د هند لوبغاړي سریش رینا د ۱۸ شپږیزو په وهلو سره په دغه نوملړ کې څلورم ځای خپل کړی. ایم ایس ډهوني: د هند پخواني لوبډلمشر ایم ایس دهوني د اسیا جام په ۲۴ لوبو کې د ۱۶ شپږیزو په وهلو سره په پنځم مقام کې ځان ځای کړی دی