اسد 04, 1403 15:39 Asia/Kabul
  • د افغانستان د فوټسال غوره لیګ د درېیم فصل سیالیو دوام

د افغانستان د فوټسال غوره لیګ د درېیم فصل په درېیمه اونۍ کې، تېر ماښام د سعادت نیمروز او صداقت کابل ترمنځ لوبه، د نیمروز لوبغاړو په ګټه پای ته ورسېده.

په دې لوبه کې د سعادت لوبډلې لومړی یو پر صفر مخکې شو. صداقت لوبډلې هم په خپلو هڅو سره لوبه یو پر یو مساوي کړه. خو د نیمروز ځوانان په پای کې د درې نورو ګولونو په وهلو سره، وتوانېدل چې د څلور پر درې لوبه وګټي.د سعادت نیمروز لوبډله له ایراني لوبغاړو او د افغانستان د فوټسال له پخوانیو ټیمونو سره یوځای، د دغو سیالیو د اتلولۍ له اصلي ادعا کوونکو څخه ده.دا په دې سیالیو کې د دې لوبډلې درېیمه پرلپسې بریا ده. هغه ټیم چې اوس د نهو امتیازونو او د غوره ګول له امله، په سیالیو کې مخکښ دی.سعادت نیمروز په خپلو تېرو دوو لوبو کې یوازې یو ګول خوړلی او دولس ګولونه یې نورو ته وهلي دي.له دې سره، د کابل صداقت ټیم چې د افغانستان د فوټسال لیګ تېر فصل یې ګټلی وو، د تېرې شپې په لوبه کې سره له دې چې له سعادت لوبډلې څخه یې ماتې وخوړه؛ خو پر نیمروزیانو یې ډېر فشار راوړ.