اسد 04, 1403 15:33 Asia/Kabul
  • هیلین سیلرټ: المپیک نړیواله کمېټه باید د په غزه کې د صهیونیستاتو ظلمونه نادیده ونه ګڼي

د سویډن د سیاسي چارو کارپوهه او د بشري حقونو فعاله هیلین سیلرټ ویلي چې، د المپیک نړیواله کمېټه پر سویلي افریقا، بلاروس او روسیې د بندیزونو مخینه لري، خو د غزې د جګړې له امله، پر اسرائیلو د بندیزونو په اړه خبرې نه کوي.

هغې ویلي چې دا د لوېدیځې نړۍ د منافقت نښه ده.د فلسطین د سیاسي چارو کارپوه کامل هاووش هم ویلي چې، که پر ورزشکارانو د اسرائیلي سیالانو پر وړاندې له لوبې کولو بندیز ولګول شي، دا په دې مانا ده چې د اولمپیک نړیواله کمېټه صهیونیسټانو ته په اولمپیک کې د ګډون د اجازې په ورکولو او هغو کسانو ته په سزا ورکولو سره چې د اسرائیلو د جنایتونو پر وړاندې درېږي، د فلسطین ملاتړو ته د سزا ورکولو په لټه کې دي.ربکا اوکیف، د سولې فعاله او د آیرلنډ د سپورت ټولنې غړې، هم ویلي چې المپیک د سپورت له لارې په غزه کې د نسل وژنې د پټولو لپاره اسرائیلو ته یو فرصت دی.د فرانسې استازي توماس پورټیس هم ویلي چې فرانسوي ډیپلوماتان باید د المپیک پر نړیوالې کمېټې فشار راوړي چې د اسرائیلو بیرغ او سرود منع کړي، لکه څنګه چې د روسیې پر وړاندې ترسره کېږي.