د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون د رییس د فعالیتونو ځنډول
سرطان 27, 1403 14:49 Asia/Kabul
د بایسکل ځغلونې نړیوالې ټولنې د اخلاقو کمیسیون په افغانستان کې د بایسکل ځغلونې د فدراسیون مشر له خپلو فعالیتونو منع کړ.
د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون رئیس فضل احمد فضلي له خپل مقام څخه په ناوړه ګټه اخیستنې، د نړیوال فدراسیون له قوانینو څخه په سرغړونې او افغان ورزشکارانو ته په ګواښ او ډارولو تورن دی.نوموړی اوس له تر پنځلس میاشتو پورې په یاد شوي مقام کې له خپلو ټولو دندو بې برخې شو.خو; فضل احمد فضلي د بایسکل ځغلولو نړیوال فدراسیون ته د یوه پیغام په استولو سره ویلي؛ "زه پر ما لګېدلي تورونه او دا پرېکړه په بشپړه توګه د منلو وړ نه ګڼم. داسې ښکاري چې دا پریکړه د ناسمو معلوماتو پر بنسټ شوې وه. "زه په درنښت د قضیې د بیا ارزونې غوښتنه کوم."