د اروپا فوټبال جام؛ په کوارټر فاینل سویس له انګلستان او ترکیه له هالنډ سره سیالي کوي
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i34512-د_اروپا_فوټبال_جام_په_کوارټر_فاینل_سویس_له_انګلستان_او_ترکیه_له_هالنډ_سره_سیالي_کوي
د اروپا د ملتونو د فوتبال جام د کوارټر فاینل سیالیو په لړ کې نن انګلستان له سویس سره لوبه کوي او هالنډ هم له ترکیې سره مخامخ کېږي.
(last modified 2025-12-28T09:45:50+00:00 )
سرطان 16, 1403 08:40 Asia/Kabul
  • د اروپا فوټبال جام؛ په کوارټر فاینل سویس له انګلستان او ترکیه له هالنډ سره سیالي کوي

د اروپا د ملتونو د فوتبال جام د کوارټر فاینل سیالیو په لړ کې نن انګلستان له سویس سره لوبه کوي او هالنډ هم له ترکیې سره مخامخ کېږي.

پرون هم د څلورو ټیمونو تر منځ لوبې وشوې.

فرانسې د پینالټي شوټونو په پړاو کې پرتګال ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې ځان ورساوه.

د پینالټي شوټونو په پړاو کې د فرانسې لوبغاړو ۵ ګولونه ووهل، خو د پرتګال درې لوبغاړو ګول ترسره کړ او دوه په ګول وهلو بریالي نه شول.

په بله لوبه کې هسپانیا د ۲- ۱ په مقابل کې کوربه جرمني ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته ورسېده.