کرکټ؛ افغان ملي لوبډلې تېره شپه سریلانکا ته ماتې ورکړه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i29830-کرکټ_افغان_ملي_لوبډلې_تېره_شپه_سریلانکا_ته_ماتې_ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اورونو په درېیمه لوبه کې تېره شپه سریلانکا ته د درېیو منډو په توپير ماتې ورکړه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 03, 1402 10:45 Asia/Kabul
  • کرکټ؛ افغان ملي لوبډلې  تېره شپه سریلانکا ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اورونو په درېیمه لوبه کې تېره شپه سریلانکا ته د درېیو منډو په توپير ماتې ورکړه.

لومړی بټنګ افغان لوبډلې وکړ چې په ټاکلیو شلو اورونو کې یې دوه سوه نهه منډې جوړې کړې.

په ځواب کې سریلانکا په شلو اورونو کې شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړل او دوه سوه شپږ منډې یې وکړې.

د افغانستان کرکټ ټیم له کوربه سریلانکا سره روانه فبروري د شل اورونو درې لوبې وکړې چې دوې یې بایلودې او یوه یې وګټله.

تر دې وروسته به افغان لوبډله د فبروري په اته ویشتمه په متحدو عربي اماراتو کې له ایرلنډ سره د کرکټ ټسټ لوبه وکړي.