کرکټ؛ سریلانکا افغانستان ته د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i29569-کرکټ_سریلانکا_افغانستان_ته_د_۱۶۱_منډو_هدف_وټاکه
د شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د سریلانکا لوبډلې ونه‌کړای شول چې ټول ۲۰ اورونه ولوبوي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 29, 1402 06:21 Asia/Kabul
  • کرکټ؛ سریلانکا افغانستان ته د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه

د شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د سریلانکا لوبډلې ونه‌کړای شول چې ټول ۲۰ اورونه ولوبوي.

یادې لوبډلې په ۱۹م اور کې خپل ۱۰ واړه لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۶۰ منډې یې وکړې.

د سریلانکا لوبډلمشر وینیندو هسرنګا نیمه سلیزه ووهله، ۶۷ منډې یې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې فضل حق فاروقي ۳، عظمت الله عمرزي او نوین الحق دوه دوه، نوراحمد او کریم جنت بیا یوه یوه وېکټ واخیسته.

افغان لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ پیل کړې ده.