کرکټ؛ افغانستان سریلانکا ته د ۲۶۷ هدف ورکړ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i29444-کرکټ_افغانستان_سریلانکا_ته_د_۲۶۷_هدف_ورکړ
د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې افغان لوبډلې د خپلې توپوهنې پاڼۍ بشپړه کړه او ۲۶۶ منډې یې وکړې.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 26, 1402 14:35 Asia/Kabul
  • کرکټ؛ افغانستان سریلانکا ته د ۲۶۷ هدف ورکړ

د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې افغان لوبډلې د خپلې توپوهنې پاڼۍ بشپړه کړه او ۲۶۶ منډې یې وکړې.

یاده سیالي چې د کابل پر وخت ماسپښین ۱:۳۰ بجه پيل شوې وه، افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره توپوهنه وکړه.یادې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۸.۲ اورونو کې ۲۶۶ منډې وکړې.په دې سیالۍ کې مخکښ افغان منډه جوړونکی رحمت شاه و، هغه ۶۵ منډې وکړې.دغه راز عظمت الله عمرزي ۵۴، رحمن الله ګربز ۴۸ او اکرام عليخیل ۳۲ منډې وکړې.د سریلانکا په توپ اچونکو کې مدوشن ۳، دننجایا، ویلالګي او فیرننډو دوه دوه لوبغاړي وسوځول.د ویلو ده چې په څو شېبو کې به سریلانکا خپله توپوهنه پيل کړي.