د قطر فوټبال لوبډلې افغانستان ته ماتې ورکړه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i24404-د_قطر_فوټبال_لوبډلې_افغانستان_ته_ماتې_ورکړه
د قطر د فوټبال ملي لوبډلې، افغانستان ته اته د صفر په وړاندې ماتې ورکړه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
عقرب 27, 1402 08:09 Asia/Kabul
  • د قطر فوټبال لوبډلې  افغانستان ته ماتې ورکړه

د قطر د فوټبال ملي لوبډلې، افغانستان ته اته د صفر په وړاندې ماتې ورکړه.

د فوټبال د ۲۰۲۶م کال نړیوال جام ته د لار موندنې لپاره دغه ابتدايي لوبه تېره شپه د قطر د پلازمېنې دوحې په خلیفه نړیوال سټوډیوم کې وشوه.

افغانستان به د دغو لوبو په لړ کې راروانه سې شنبه بله لوبه د کویټ په وړاندې وکړي.

د فوټبال نړیوال جام ته د لارموندنې د مقدماتي سیالیو په دویم پړاو کې افغانستان د قطر، کویټ او هند له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې دی.