د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛اسټرالیا پایلوبې ته لاره ومونده
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i24403-د_کرکټ_نړیوال_جام_سیالۍ_اسټرالیا_پایلوبې_ته_لاره_ومونده
د کرکټ نړیوال جام سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې اسټرالیا د ۳ وېکټو په توپیر جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.
(last modified 2025-12-28T09:45:50+00:00 )
عقرب 27, 1402 08:05 Asia/Kabul
  • د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛اسټرالیا پایلوبې ته لاره ومونده

د کرکټ نړیوال جام سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې اسټرالیا د ۳ وېکټو په توپیر جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

سویلي افریقا د ۲۱۳ منډو هدف ټاکلی و چې اسټرالیا د ۷ وېکټو په سوځېدو سره په ۴۸م اور کې پوره کړ.

د دې لوبې د غوره او اغېزناک لوبغاړي جایزې ټروېس هېډ وګټلې، هغه نن د اسټرالیا لپاره چټکه نیمه سلیزه ووهله.

اسټرالیا به راروانه یکشنبه یا د نومبر میاشتې پر ۱۹مه نېټه له هندوستان سره پایلوبه وکړي.