نړیوال جام؛ انګلنډ هالنډ ته په ۱۶۰ منډو ماته ورکړه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i23950-نړیوال_جام_انګلنډ_هالنډ_ته_په_۱۶۰_منډو_ماته_ورکړه
د کرکټ نړۍوال جام په ۴۰مه سیالۍ کې نن انګلنډ د هالنډ ملي لوبډلې ته د ۱۶۰ منډو په توپیر ماته ورکړه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
عقرب 18, 1402 08:45 Asia/Kabul
  • نړیوال جام؛ انګلنډ هالنډ ته  په ۱۶۰ منډو ماته ورکړه

د کرکټ نړۍوال جام په ۴۰مه سیالۍ کې نن انګلنډ د هالنډ ملي لوبډلې ته د ۱۶۰ منډو په توپیر ماته ورکړه.

د انګلنډ کپتان جوز بټلر د پچې په ګټلو سره د توپ وهلو پرېکړه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې د نهو ویکټو په زیان سره ۳۳۹ منډې جوړې کړې.

د انګلنډ په لوبډه کې بین سټوکس د ۱۰۸ منډو جوړولو سره تر نورو ښه وځلېده. نوموړي دغه منډې په ۸۴ بالونو سره پوره کړې چې شپږ څلوریزې او شپږ شپږیزې هم پکې دي.

د هالنډ له لوبډلې باسډي لیډاني درې ویکټې، اریان دت او لوګن وان بیک دوه دوه ویکټې او میکارین یوه ویکټه واخیسته.

د هالنډ ټول لوبغاړي د انګلنډ د ۳۴۰ منډو په تعقیب کې په ۳۷.۲ اورونو کې د ۱۷۹ منډو په ترسره کولو وسوزیدل.

د هالڼد توپ وهونکو سکاټ ایډورډز ۳۸، ویسلي بریسي ۳۷، او سایرانډ ۳۳ منډې وکړې.

د انګلنډ توپ اچوونکو معین علي‌ او عادل رشید درې، درې ویکټې واخیستې.

دا لوبه د کوربه هند په پونه ښار کې ترسره شوه.

انګلنډ د کرکټ د تېر جام د مدافع په توګه او همدارنګه هالنډ په سږني جام کې ښه ونه ځلېدل.

د سږني جام د نومرو له مخې هالنډ نهم او انګلنډ لسم ځای لري.