کرکټ نړیوال جام؛ د اسټرالیا پاکستان ته ۳۶۸منډې هدف وټاکه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i22874-کرکټ_نړیوال_جام_د_اسټرالیا_پاکستان_ته_۳۶۸منډې_هدف_وټاکه
د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې د هند په بنګلور کې د پنځوسو اورونو په لوبولو سره پاکستانۍ لوبډلې ته ۳۶۸ منډې هدف وټاکه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
میزان 29, 1402 07:54 Asia/Kabul
  • کرکټ نړیوال جام؛  د اسټرالیا  پاکستان ته ۳۶۸منډې هدف وټاکه

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې د هند په بنګلور کې د پنځوسو اورونو په لوبولو سره پاکستانۍ لوبډلې ته ۳۶۸ منډې هدف وټاکه.

د کرېکټ نړیوال جام دا ۱۸ سیالي د بنګلور ښار په چنا سوامي لوبغالي کې د اسټرالیا په توپ وهلو پیل شوه.

اسټرالیا د نهو لوبغاړو په سوځېدو او د ټولو اورونو په لوبولو سره ۳۶۷ منډې وکړې.

د اسټرالیا لومړنیو دوو لوبغاړو ډیویډ وارنر ۱۶۳ او میچل مارش ۱۲۱ منډې جوړې کړې.

په دې لوبه کې د پاکستان د ملي لوبډلې شاهین اپریدي پنځه او حارث سهیل ۳ لوبغاړي وسوځول.

د کرېکټ نړیوال جام د اکټوبر پر پنځمه په هند کې پیل شو او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نيوزیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لري.