د کرکټ نړیوال جام؛ افغان لوبډله سبا انګلستان سره لوبېږي
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i22486-د_کرکټ_نړیوال_جام_افغان_لوبډله_سبا_انګلستان_سره_لوبېږي
ټاکل شوې ده، چې د کرکټ په نړیوال جام کې سبا افغانستان له انګلستان سره په ډیلي کې لوبه وکړي.
(last modified 2025-12-28T09:45:50+00:00 )
میزان 22, 1402 08:12 Asia/Kabul
  • د کرکټ نړیوال جام؛ افغان لوبډله سبا انګلستان سره لوبېږي

ټاکل شوې ده، چې د کرکټ په نړیوال جام کې سبا افغانستان له انګلستان سره په ډیلي کې لوبه وکړي.

تر اوسه د دې جام په ترڅ کې افغانستان دوې لوبې کړې دي، دواړه یې بایللي دي.

انګستان دوې لوبې کړې دي، یوه یې بایللې بله یې ګټلې ده.

د پنځوس اوورونو په دې نړیوال جام کې نن د کوربه هند او پاکستان لوبه ده.

دا نړیوال جام د اکتوبر په پنځمه پیل شوی، چې د نومبر په نولسمه به یې پایلوبه ترسره شي.