فوټسال سیالۍ ؛ د افغانستان او اندونیزیا لوبډلې سیالي لري
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i22295-فوټسال_سیالۍ_د_افغانستان_او_اندونیزیا_لوبډلې_سیالي_لري
ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن ماښام د اندونیزیا له لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
(last modified 2025-12-28T09:45:50+00:00 )
میزان 18, 1402 07:50 Asia/Kabul
  • فوټسال سیالۍ ؛  د افغانستان او اندونیزیا لوبډلې سیالي لري

ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن ماښام د اندونیزیا له لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

دغه سیالۍ چې د ۲۰۲۴ کال د اسیا فوتسال جام ته د لار موندنې په لړ کې ترسره کیږي، د کابل په وخت ماښام اته نیمې بجې پیلېږي.

د اسیا د فوټبال کنفدراسیون د معلوماتو له مخې افغان لوبډلې د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې تېره شپه د کوربه هېواد سعودي عربستان لوبډلې ته درې-دوه ماتې ورکړه.

که چېرته افغان لوبډله د اندونیزیا په وړاندې بریالۍ شي، د راتلونکي کال د اسیا فوټسال جام ته چې د تایلند په کوربه توب ترسره کېږي، لاره پیدا کوي.