د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلو سریلانکا ته ماتې ورکړه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i22069-د_افغانستان_کرېکټ_ملي_لوبډلو_سریلانکا_ته_ماتې_ورکړه
په چین کې د اسیايي سیالیو په دوام د افغانستان د کرېکټ الف ملي لوبډلې د سریلانکا ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره پیداکړه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
میزان 12, 1402 14:19 Asia/Kabul
  • د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلو سریلانکا ته ماتې ورکړه

په چین کې د اسیايي سیالیو په دوام د افغانستان د کرېکټ الف ملي لوبډلې د سریلانکا ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره پیداکړه.

په دې لوبه کې د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې خپل سیال سریلانکا ته د اتو منډو په توپیر ماتې ورکړه.

تېره ورځ هم د افغانستان ملي لوبډلې په هند کې د یو ورځنیو نړۍوال جام سیالیو په تمریناتي لوبه کې د سریلانکا ملي لوبډلي ته ماتې ورکړه.د کرېکټ بورډ اجرایوي رییس نصیب خان پر خپل اېکس پاڼه لیکلي،« د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې بېګا په هند کې نړۍوال جام ته په تمریناتي لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړه او نن الف لوبډلې په چین کې اسیایي لوبو کې بیا هم سریلانکا ته ماتې ورکړه او د اسیایي لوبو نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.»د چین د هانګژو ښار په کوربه‌توب د اسیا د ۱۹ م پړاو سیالۍ له څه مودې راهیسې د افغان لوبغاړو په ګدون د ۴۵ هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي.