د هانګژو اسيايي سياليو کې د افغان لوبغاړو سيالي
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i21751-د_هانګژو_اسيايي_سياليو_کې_د_افغان_لوبغاړو_سيالي
د افغانستان د تکواندو ملي اتل بيژن صدرزاده نن په هانګ جو ښار کې د هانګژو اسيايي لوبو په ترڅ کې خپل چينايي سيال شياپ جيانګ سره لوبه وکړه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
میزان 04, 1402 12:43 Asia/Kabul
  • د هانګژو اسيايي سياليو کې د افغان لوبغاړو سيالي

د افغانستان د تکواندو ملي اتل بيژن صدرزاده نن په هانګ جو ښار کې د هانګژو اسيايي لوبو په ترڅ کې خپل چينايي سيال شياپ جيانګ سره لوبه وکړه.

نوموړي که څه هم خپل په لومړنۍ لوبه کې خپل تاجکستاني سيال محمدجان سناتوف ته دوه پر يو ماته ورکړه، خو په دوهمه لوبه کې بيا د صدرزاده چينايي سيال نوموړي ته ماته ورکړه.

پرون د چین د هانګژو په روانو اسیايي لوبو کې د تکوندو افغان لوبغاړي محسن رضايي خپلو تاجکستاني او جاپاني سیالانو ته ماتې ورکړه او د برنزو مډال یې وګاټه

رضايي په لومړۍ لوبه کې خپل تاجکستاني سيال ته دوه په صفر ماتې ورکړه او بيا په دویمه لوبه کې یې خپل جاپاني سيال په دوو پرله پسې پړاونو کې ماته ورکړه.