محمد خالد هوتک خپل قزاقستاني سیال ته ماتې ورکړه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i21685-محمد_خالد_هوتک_خپل_قزاقستاني_سیال_ته_ماتې_ورکړه
د چین په اسيايي سیالیو کې د افغانستان د ووشو لوبغاړي محمدخالد هوتک خپل سیال ته ماتې ورکړې ده.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
میزان 03, 1402 13:09 Asia/Kabul
  • محمد خالد هوتک خپل قزاقستاني سیال ته ماتې ورکړه

د چین په اسيايي سیالیو کې د افغانستان د ووشو لوبغاړي محمدخالد هوتک خپل سیال ته ماتې ورکړې ده.

د هېواد د ووشو دغه لوبغاړي د چین په اسیايي سیالیو کې په ۷۰ کیلوګرامه وزن کې لوبه وکړه چې له درې رونډونو وروسته د خپل سیال پر ماتولو بریالی شو.‏⁧‫همداراز د چین هېواد د هانګژو ښار په کوربتوب د ۴۵ هېوادونو ترمنځ اسیایي المپیکي سیالیو کې‏د افغانستان د رګبي ملي لوبډلې د نیپال ملي لوبډلې ته ۴۱-۰ ماتې ورکړه.‏دغه سیالۍ په چین کې د اسیايي لوبو په چوکاټ کې د ۴۵ هېوادونو د ۱۲ زره ۵۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په ۴۰ ورزشي رشتو کې ترسره کېږي،د یادونې وړ ده، چې تر اوسه له افغانستان څخه د ۱۵ رشتو تر ۸۰ زیاتو ورزشکارانو په کې ګډون کړی.