د رونالډو بریا د سعودي عربستان په دودیز نڅا کې ولمانځل شوه
میزان 01, 1402 17:03 Asia/Kabul
د فوټبال د نړۍ مشهور لوبغاړي کریسټیانو رونالډو د سعودي عربستان په دودیز ډول د الاهلي کلب پر وړاندې د خپل کلب النصر سعودي بریا ولمانځله.
النصر تېر ماښام د سعودي لیګ سیالیو په لړ کې الاهلي ته ماتې ورکړه، چې وروسته النصر کلب د خپل رسمي اکاونټ څخه د ټولنیزو رسنیو په ویب پاڼه (X) کې یوه ویډیو خپره کړه چې لوبغاړي پکې د بریا د لمانځلو په حال کې ښودل شوي.
د ټولو لوبغاړو تر څنګ کریسټیانو رونالډو هم د سعودي عربستان په دودیزه "عرضه" نڅا کې ګډون وکړ.
د سعودي د دودیز دغه جشن لمانځل په داسې حال کې کيږي چې سعودي وګړي د شنبې په ورځ د ملي ورځې لمانځلو لپاره چمتووالی نیسي.
د پرتګال کریسټیانو رونالډو دوه ګولونه او د برازیل د تالیسکا یو ګول د سعودي مسلکي فوټبال لیګ کې د اووم پړاو په زړه پورې سیالۍ په وروستیو دقیقو کې النصر، الاحلي ته ۳-۴ ماتې ورکړه.