هند د اسیا جام پایلوبې ته ووت
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i21199-هند_د_اسیا_جام_پایلوبې_ته_ووت
د اسیا جام په سوپر فور پړاو کې هندوستان سریلانکا ته په ۴۱ منډو ماتې ورکړه او فاینل ته یې لاره پیدا کړه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سنبله 22, 1402 12:52 Asia/Kabul
  • هند د اسیا جام پایلوبې ته ووت

د اسیا جام په سوپر فور پړاو کې هندوستان سریلانکا ته په ۴۱ منډو ماتې ورکړه او فاینل ته یې لاره پیدا کړه.

د ۲۱۴ منډو هدف په تعقیب د سریلانکا ټوله لوبډله په ۴۲ اورونو کې په ۱۷۲ منډو وسوځېدله.

د سريلانکا له لوري ډونيت ويلالج په ۴۲ منډو ناسوځېدلي پاتې شو او د هند کلديپ يادو هم ۴ لوبغاړي وسوځول.

د سریلانکا په کولمبو ښار کې د اسیا جام سوپر فور پړاو سیالیو په لړ کې هند پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، خو د هند ټوله لوبډله د وروستي اوور په لومړۍ توپ په ۲۱۳ منډو وسوځېده.

د هند له لوري کپتان روهیت شرما د ۵۳ منډو په جوړولو سره ښه وځلید، په نورو لوبغاړو کې شیبمن ګیل ۱۹، ویرات کوهلي ۳، ایشان کیشان ۳۳ او کی ایل راهول په ۳۹ منډو پویلین ته راستانه شول.

د هندوستان هاردیک پانډیا ۵، رویندرا جدیجا ۴، جسپریت بومرا ۵او کلدیپ یادو پرته له منډو کولو وسوځېد. د سریلانکا لپاره دونات ویلالجي ۵ او چاریت اسلانکا ۴ لوبغاړي وسوځول.