افغان فوتسال لوبډله نن له ترکمنستان سره لوبه لري
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i19254-افغان_فوتسال_لوبډله_نن_له_ترکمنستان_سره_لوبه_لري
افغانستان د منځنۍ اسیا د فوټسال لوبو په لړ کې افغان لوبډله نن له ترکمنستان سره لوبه کوي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
اسد 08, 1402 08:02 Asia/Kabul
  • افغان فوتسال لوبډله نن له ترکمنستان سره لوبه لري

افغانستان د منځنۍ اسیا د فوټسال لوبو په لړ کې افغان لوبډله نن له ترکمنستان سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دا سیالۍ به نن د افغانستان پر وخت یوه نیمه بجه پیل شي.افغان لوبډلې تر دې وړاندې څلور لوبې کړې، چې دوې یې ګټلې، یوه یې بایللې او یوه یې هم مساوي پای ته رسېدلې.د افغانستان د فوټسال لوبډله اوس مهال تر ایران او تاجکستان وروسته درېیم ځای لري.په دغو سیالیو کې افغانستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغیزستان او ایران لوبډلې برخه لري، چې ایران د ټولو په سر کې دی.