د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله قرغیزستان سره لوبیږي
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i18988-د_افغانستان_د_فوټسال_ملي_لوبډله_قرغیزستان_سره_لوبیږي
ټاکل شوې، چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د اتلوليو په ترڅ کې خپله لومړۍ سیالي له قرغیزستان هېواد سره ترسره کړي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
اسد 01, 1402 08:15 Asia/Kabul
  • د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله قرغیزستان سره لوبیږي

ټاکل شوې، چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د اتلوليو په ترڅ کې خپله لومړۍ سیالي له قرغیزستان هېواد سره ترسره کړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي، چې یاده سیالي د تاجکستان په پلازمېینه دوشنبې کې پیليږي.

د فوټسال ملي لوبډلې مشر روزونکي مجیدمرتضايي د سیالیو په تړاو په رسنیز کنفرانس کې د خپلې لوبډلې له بشپړې تیارۍ ډاډ څرګند کړی او ویلي دي، د فوټسال سیالیو په افغانستان کې ښه پرمختګ کړی دی.

د ښاغلي مرتضايي په باور، له تېرو څو اونیو راهیسې یې په ایران کې د مرکزي اسیا سیالیو ته تمریناتي کمپ او سیالۍ ترسره کړي دي او ډاډه دی، چې لوبډله به یې ښه پایله ترلاسه کړي.

باید وویل شي، چې د دې ټورنمنټ په ترڅ کې به افغانستان له ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو سره هم سیالۍ ترسره کړي.