په لغمان کې د‌ کيک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i15486-په_لغمان_کې_د_کيک_بوکسېنګ_دوستانه_سيالۍ_ترسره_شوې
د لغمان ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت په غوښتنه د کيک بوکسنګ فدراسيون له لوري د قرغه يۍ ولسوالۍ او د مرکز کلبونو د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 26, 1402 12:11 Asia/Kabul
  • په لغمان کې د‌ کيک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت په غوښتنه د کيک بوکسنګ فدراسيون له لوري د قرغه يۍ ولسوالۍ او د مرکز کلبونو د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

د لغمان ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت په غوښتنه د کيک بوکسنګ فدراسيون له لوري د قرغه يۍ ولسوالۍ او د مرکز کلبونو د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د درېوو کټګوريو تنکيو ځوانانو، ځوانانو او لويانو له لوري په مختلفو وزنونو کې ترسره شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې ياد ولايت ته د بدني روزې او سپورټ عمومي رياست له لوري رېنګ ورکړل شوی و او د لومړي ځل لپاره پرې دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

په پای کې غوره ورزشکاران د ياد ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت له لوري په ډاليو ونازول شول.