د بنګلهدېش پر وړاندې سیالیو ته لوبډله اعلان شوه
حوت 18, 1401 06:08 Asia/Kabul
د افغانستان کرکټ بورډ د بنګلهدېش پر وړاندې څلور ورځنۍ او له سریلانکا او بنګلهدېش سره راتلونکي درې اړخیزو لوبلړیو لپاره د ۱۹ کلنو لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنه لوبډله د مارچ میاشتې پر ۱۲مه نېټه له بنګلهدېش سره څلور ورځنۍ او تر هغه وروسته د همدې میاشتې پر ۱۸مه نېټه له بنګلهدېش او سریلانکا سره درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره کوي.یادو سیالیو ته د لوبغاړو د غوراوي په هدف تېره میاشت د لوبغاړو لپاره په ننګرهار کې روزنیز کمپ نیول شوی و.ټاکل شوې چې تر ۱۹کلنو کم عمره ملي لوبډله به په راتلونکو دوو ورځو کې له بنګلهدېش سره د لوبو لپاره د چمتووالي په هدف متحده عربي اماراتو ته ولاړه شي.