هلمند الکوزي کاناډايي سیال ته ماتې ورکړه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i13599-هلمند_الکوزي_کاناډايي_سیال_ته_ماتې_ورکړه
دوشنیه، د حوت ۸ مه، په کاناډا کې مېشت افغان بوکسر هلمند الکوزي تېره شپه د کاناډا یوه تکړه بوکسر کودي کیلي ته په اتم راونډ کې ماتې ورکړه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 13, 1401 07:38 Asia/Kabul
  • هلمند الکوزي کاناډايي سیال ته ماتې ورکړه

دوشنیه، د حوت ۸ مه، په کاناډا کې مېشت افغان بوکسر هلمند الکوزي تېره شپه د کاناډا یوه تکړه بوکسر کودي کیلي ته په اتم راونډ کې ماتې ورکړه.

دوشنیه، د حوت ۸ مه، په کاناډا کې مېشت افغان بوکسر هلمند الکوزي تېره شپه د کاناډا یوه تکړه بوکسر کودي کیلي ته په اتم راونډ کې ماتې ورکړه.

دا د سوک په حرفوي لوبو کې د هلمند الکوزي نهم بری دی.

دا مسابقه د انتاریو ایالت د برومتن ښار په پنځه زره کسیز لوبغالي کې وشوه.

هلمند الکوزي له ۲۰۱۱ کال څخه بوکس لوبه په اماتور ډول پیل کړه خو د ۲۰۱۵ په وروستیو کې یې حرفوي سوکلوبې ته مخه کړه. په دې موده کې یې تراوسه ۹ بري په برخه شوي او هیڅ سیالي یې نه ده بایللې.

ده د چک جمهوریت، ارجنټاین، هسپانیا، کاناډا، مکسیکو او هنګري لوبغاړو ته ماتې ورکړي دي.