خوست کې د جوجیتسو رشتې ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i12568-خوست_کې_د_جوجیتسو_رشتې_ټاکنیزي_سیالۍ_ترسره_شوې
د خوست ولایت ورزشي امریت اړوند د جوجیتسو رشتې په چوکاټ کې د همدې رشتې د اتو کلبونو ترمنځ په تڼیو ولسوالۍ کې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 24, 1401 07:33 Asia/Kabul
  • خوست کې د جوجیتسو رشتې ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت ورزشي امریت اړوند د جوجیتسو رشتې په چوکاټ کې د همدې رشتې د اتو کلبونو ترمنځ په تڼیو ولسوالۍ کې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

د خوست ولایت ورزشي امریت اړوند د جوجیتسو رشتې په چوکاټ کې د همدې رشتې د اتو کلبونو ترمنځ په تڼیو ولسوالۍ کې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو کې د جوجیتسو رشتې مسؤول حکمت الله څپاند ترڅنګ ګڼو نورو ورزشي مسوولینو، مخورو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینوالو برخه اخیستې وه.

یادو سیالیو کې د اتو کلبونو څخه سلو لوبغاړو ګډون درلود چې د یو بل پر وړاندې یې سیالي وکړې.

پای په مراسمو کې بریالیو لوبغاړو ته د اتلولۍ کپونه، مډالونه او نورې ډالۍ ووېشل شوې.