کورنی کرېکټ فيصل خان غبرګه سلیزه ووهله.
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i12275-کورنی_کرېکټ_فيصل_خان_غبرګه_سلیزه_ووهله.
د افغانستان په کورنیو کرېکټ سیالیو کې د میدان وردګ لوبغاړي فیصل خان غبرګه سلیزه ووهله.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 19, 1401 07:29 Asia/Kabul
  • کورنی کرېکټ فيصل خان غبرګه سلیزه ووهله.

د افغانستان په کورنیو کرېکټ سیالیو کې د میدان وردګ لوبغاړي فیصل خان غبرګه سلیزه ووهله.

ښاغلي خان نن(د فبرورۍ ۷مه) د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د هلمند لوبډلې پر وړاندې ۲۰۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.نوموړي ۱۶۴ توپونه لوبولي، ۲۵ څلوریزې او ۵ شپږیزې یې وهلي دي.دغه یو ورځنۍ سیالۍ چې د ۳۱ دویمه درجه ولایتونو ترمنځ روانې دي، رسمي حیثیت نه‌لري؛ خو د افغانستان کورني کرېکټ د کړنلارې له‌مخې راتلونکو سترو رسمي کورنیو سیالیو ته د رسېدو لپاره هر ځوان لوبغاړی باید په دې کچه سیالیو کې ښې لوبې ترسره کړي.د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د افغانستان اوسني ملي لوبغاړي عثمان غني او د لوګر ولایتي لوبغاړي صابر حنیف هم په دویمه درجه ولایتي سیالیو کې غبرګې سلیزې وهلې وې.