پرت سکارچرز تکړه لوبغاړي د بیګ بیش سیالیو اتلولي وګټله
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i12127-پرت_سکارچرز_تکړه_لوبغاړي_د_بیګ_بیش_سیالیو_اتلولي_وګټله
د اسټرالیا د شلو اورونو د مخکښو سیالیو بیګ بیش په پایلوبه کې پرت سکارچرز د برسبن هيټ لوبډلې په ماتولو په پرله‌پسې توګه اتلولي وګټله.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 17, 1401 05:00 Asia/Kabul
  • پرت سکارچرز تکړه لوبغاړي د بیګ بیش سیالیو اتلولي وګټله

د اسټرالیا د شلو اورونو د مخکښو سیالیو بیګ بیش په پایلوبه کې پرت سکارچرز د برسبن هيټ لوبډلې په ماتولو په پرله‌پسې توګه اتلولي وګټله.

هیټ لوبډلې په پایلوبه کې د ۱۷۶ منډو هدف ټاکلی و چې، سکارچرز د وروستي اور په درېیم توپ د ۵ وېکټو په توپیر پوره کړ او د پینځم ځل لپاره یې اتلولي وګټله.

د پایلوبې غوره لوبغاړی د پرت سکارچرز لوبډلمشر اشټن اګر ونومول شو، هغه نیمه سلیزه وهلې وه.

سکارچرز لوبډلې د ټورنمنټ له پیله د نمرو په جدول کې د ډېرو لوبو په ګټلو په لومړي مقام کې وه.

د یادونې وړ ده چې په بیګ بیش لیګ سیالیو کې ۵ افغان لوبغاړي د بېلابېلو لوبډلو لپاره لوبېدل؛ خو وروسته له هغې چې اسټرالیا لوبډلې له افغان کرېکټ لوبډلې سره له لوبو انکار وکړ، نو د راشد خان په ګډون ټولو لوبغاړو د یاد لیګ په راتلونکو پړاونو کې د نه لوبېدو پرېکړې وکړې.