پرت سکارچرز تکړه لوبغاړي د بیګ بیش سیالیو اتلولي وګټله
دلو 17, 1401 05:00 Asia/Kabul
د اسټرالیا د شلو اورونو د مخکښو سیالیو بیګ بیش په پایلوبه کې پرت سکارچرز د برسبن هيټ لوبډلې په ماتولو په پرلهپسې توګه اتلولي وګټله.
هیټ لوبډلې په پایلوبه کې د ۱۷۶ منډو هدف ټاکلی و چې، سکارچرز د وروستي اور په درېیم توپ د ۵ وېکټو په توپیر پوره کړ او د پینځم ځل لپاره یې اتلولي وګټله.
د پایلوبې غوره لوبغاړی د پرت سکارچرز لوبډلمشر اشټن اګر ونومول شو، هغه نیمه سلیزه وهلې وه.
سکارچرز لوبډلې د ټورنمنټ له پیله د نمرو په جدول کې د ډېرو لوبو په ګټلو په لومړي مقام کې وه.
د یادونې وړ ده چې په بیګ بیش لیګ سیالیو کې ۵ افغان لوبغاړي د بېلابېلو لوبډلو لپاره لوبېدل؛ خو وروسته له هغې چې اسټرالیا لوبډلې له افغان کرېکټ لوبډلې سره له لوبو انکار وکړ، نو د راشد خان په ګډون ټولو لوبغاړو د یاد لیګ په راتلونکو پړاونو کې د نه لوبېدو پرېکړې وکړې.