کندهار کې د غېږ نیونې دوه ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې
په دغو سیالیو کې د کندهار تر څنګ د هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو اوسېدونکو او دغه راز له ډيورنډ کرښې هاغاړې چمن او کوېټې زیات شمېر ځوانانو او د غېږ نیولو پهلوانانو ګډون کړی و.
د کندهار د سپورټ او بدني روزنې مسوولین وایي، د غېږ نیولو سیالیو ته اوس پاملرنه زیاته شوې، خو په تېر وخت کې د ناامنیو او نورو ستونزو له کبله دا لوبه پیکه شوې وه.د کندهار د سپورټ او بدني روزنې ریاست ویاند نذیر احمد نوري وایي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته د دې لوبې لپاره هڅې زیاتې شوې، ځکه ډېری کسان په دغو لوبو کې ګډون کوي.د غېږ نیولو لپاره دا مهال په کندهار کې دوه کلبونه احمد شاهي او اتفاق جوړ شوي چې مسوولین یې وایي، له دې سره د غېږ نیولو سیالۍ له قومي بڼې څخه راوتلي دي.حاجي زنداور پهلوان چې د اتفاق کلب مشر دی وایي، پخوا د غېږ نیولو سیالۍ د قومو تر منځ وې چې اکثره وخت به قومي ستونزې په کې راپیدا کېدې، خو اوس چې کلبونه جوړ شوي، قومي رنګ یې له منځه تللی دی.لوبغاړي وایي، د دې لپاره چې دا لوبه لا پر مختګ وکړي او ژوندۍ وساتل شي، باید ځانګړي لوبغالي ورته جوړ شي او پهلوانانو ته روزنه ورکوله شي.