جوزجان خپلې دوه يمې سيالۍ کې بغلان ته ماتې ورکړه.
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i12051-جوزجان_خپلې_دوه_يمې_سيالۍ_کې_بغلان_ته_ماتې_ورکړه.
د وزير محمد اکبر خان دويمه درجه ولايتي سياليو په دوام خوست کې جوزجان پرلپسې دويمه بريا خپله کړه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 15, 1401 08:24 Asia/Kabul
  • جوزجان خپلې دوه يمې سيالۍ کې بغلان ته ماتې ورکړه.

د وزير محمد اکبر خان دويمه درجه ولايتي سياليو په دوام خوست کې جوزجان پرلپسې دويمه بريا خپله کړه.

په ياده سيالۍ کې بغلان لومړی توپوهنه ترسره کړه او د سهراب اميري ۵۲ او رومل منګل ۲۹ منډو پر مټ يې ۱۶۹ منډې هدف وټاکه. د جوزجان په ګټه سلمان شينواري او زين الله ۳-۳ او نصرالله ترکمن ۲ ويکټې ترلاسه کړې.جوزجان د بغلان لخوا ورکړل شوی هدف د لوبې ۳۱م اور کې ترلاسه کړی. د دوی په ګټه سبحان علي ۹۰ ناسوځېدلې او حبیب الله ترکمن ۳۰ منډې جوړې کړې. بلخوا د بغلان لپاره شاهد عثماني او احسان ۱-۱ ويکټ لاسته راوړل.سبحان علي په ۹۰ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو