کرېکټ؛ د هندوستان کم عمره نجونو نړیوال جام وګاټه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i11670-کرېکټ_د_هندوستان_کم_عمره_نجونو_نړیوال_جام_وګاټه
د هندوستان تر ۱۹ کلنو کم عمره نجونو په سویلي افریقا کې د ۷ وېکټو په توپیر سره انګلستان ته ماتې ورکړه او په دې سره یې د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام وګاټه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 10, 1401 05:05 Asia/Kabul
  • کرېکټ؛ د هندوستان کم عمره نجونو نړیوال جام وګاټه

د هندوستان تر ۱۹ کلنو کم عمره نجونو په سویلي افریقا کې د ۷ وېکټو په توپیر سره انګلستان ته ماتې ورکړه او په دې سره یې د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام وګاټه.

انګلنډ چې لومړۍ پاڼې یې کړې وه د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې د ۶۹ منډو هدف ټاکلی و.

هند د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۴م اور کې هدف ترلاسه کړ او اتلولي یې وګټله.

دغه سیالۍ چې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په لومړي ځل په سویلي افریقا کې ترسره شوې ۱۶ هېوادونو په کې برخه درلوده.

په دې سیالیو کې هندۍ لوبغاړې شوېتا سیهراوت تر ټولو توپ وهونکو مخکښه وه او په ۷ لوبو کې یې ۲۹۷ منډې کړې وې.

دغه راز په توپ اچونکو کې بیا اسټرلیایۍ ایلن کلارک تر نورو زیاتې ۱۲ وېکټې اخستې وې.

د یادونې وړ ده چې د کرېکټ له نړیوالې شورا سره افغانستان یوازینی بشپړ غړیتوب لرونکی هېواد و چې په دې سیالیو کې لوبډله نه درلوده.