کرېکټ؛ د ۲۰۲۲ کال غوره ځوان لوبغاړی اعلان شو
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i11447-کرېکټ_د_۲۰۲۲_کال_غوره_ځوان_لوبغاړی_اعلان_شو
د کرکټ نړیوالې شورا د اعلان پر اساس مارکو یانسین د ۲۰۲۲ کال غوره ځوان/ ایمرجینګ لوبغاړی ونومول شو.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 06, 1401 05:22 Asia/Kabul
  • کرېکټ؛ د ۲۰۲۲ کال غوره ځوان لوبغاړی اعلان شو

د کرکټ نړیوالې شورا د اعلان پر اساس مارکو یانسین د ۲۰۲۲ کال غوره ځوان/ ایمرجینګ لوبغاړی ونومول شو.

یانسین د سویلي افریقا کیڼ لاسی چټک توپ توپ اچونکی دی.

کرکټ نړیوالې شورا لیکلي چې نوموړي تېر کال په ټېسټ کرکټ کې ۳۶ وېکټې اخیستې وې او ۲۳۴ منډې یې کړې وې.

همدارنګه نوموړي په یو ورځنیو سیالیو کې ۲ او په شل اوریزو کې یوازې یوه وېکټ اخستې وه.

له نوموړي سره په دې سیالۍ کې د افغانستان ابرهیم ځدراڼ، د هند ارشدیپ سینګه او د نیوزیلنډ فاین الین مقابله کوله.

د یادونې وړ ده چې یادې شورا په یو بل اعلان کې د هند سوریا کومار یادوف په شل اوریزو سیالیو کې د ۲۰۲۲ کال غوره لوبغاړی ونوماوه.