په بادغیس کې د ځغاستې سیاليو اتلولي عبداللطيف حاکمي وګټله
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i11391-په_بادغیس_کې_د_ځغاستې_سیاليو_اتلولي_عبداللطيف_حاکمي_وګټله
د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د ځغاستې فدراسیون په چوکاټ کې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 05, 1401 07:59 Asia/Kabul
  • په بادغیس کې د ځغاستې سیاليو اتلولي عبداللطيف حاکمي وګټله

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د ځغاستې فدراسیون په چوکاټ کې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

يادې سيالۍ چې موخه يې ورزش ته وده او د ځوانانو هڅول وو، د ياد ولایت له مختلفو سيمو څخه پکې ۵۰سو لوبغاړو ګډون کړي و.

د دغه سياليو اتلولي عبداللطيف حاکمي په خپل نوم کړه او د ياد امريت د مسوولينو له لوري له لومړي مقام څخه تر پنځم مقام پورې ډالۍ او ستاينليکونه ورکړل شول.

نوموړې سيالۍ د بادغيس ملکي هوايي ډګر په څلور کيلومتره ساحه کې تره سره شوې پر حکومتي مسوولينو سر بېره ورته سلګونه نندارچيان هم راغلي وو.