هند له نیوزيلینډ د يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i11374-هند_له_نیوزيلینډ_د_يو_ورځنيو_لوبو_لړۍ_وګټله
د کوربه هندوستان او نیوزيلینډ ترمنځ د کرېکټ یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د هند په بري سره پای ته ورسېده او په دې سره د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې لومړي مقام ته ورسېدل.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 05, 1401 05:48 Asia/Kabul
  • هند له نیوزيلینډ د يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله

د کوربه هندوستان او نیوزيلینډ ترمنځ د کرېکټ یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د هند په بري سره پای ته ورسېده او په دې سره د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې لومړي مقام ته ورسېدل.

د دې لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې نیوزيلینډ په ۹۰ منډو ماتې وخوړه.

هند د ۳۸۶ منډو هدف ټاکلی و او نیوزیلینډ ۲۹۵ منډې وکړې.

په دې لوبه کې د هند لپاره روحیت شرما او شبمن ګیل او د نیوزيلینډ لپارهډېوېن کاموې سلیزې ووهلې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه شارډول ټاکور ته ورکړل شوه، هغه ۳ وېکټې اخستې وې او ۲۵ منډې یې کړې وې.

شبمن ګیل چې په دې لوبلړۍ کې د یوې غبرګې او یوې سلیزې پر مټ ۳۶۰ منډې کړې وې د لوبلړۍ غوره لوبغاړی شو.

د یادونې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د ۳ شل اوریزو لوبو لړۍ د جنورۍ میاشتې په ۲۷ نېټه پیل شي.