ایمباپې په یوه لوبه کې ۵ ګولونه ووهل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i11373-ایمباپې_په_یوه_لوبه_کې_۵_ګولونه_ووهل
د فرانسې ځوان او تکړه فوټبال لوبغاړي ګیلیان ایمباپې د پېز ډي کاسل لوبډلې پر وړاندې پنځه ګولونه ترسره کړل.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 05, 1401 05:45 Asia/Kabul
  •  ایمباپې په یوه لوبه کې ۵ ګولونه ووهل

د فرانسې ځوان او تکړه فوټبال لوبغاړي ګیلیان ایمباپې د پېز ډي کاسل لوبډلې پر وړاندې پنځه ګولونه ترسره کړل.

ایمباپې چې د یاد هېواد په مخکښ کلب پارېس سنټ جرمن یا پي ایس جي کې لوبېږي، د دوشنبې په شپه یې د ګولونو هېټریک وکړ.

دا لوبه چې د فرانسې فوټبال لیګ اړوند وه، د پي ایس جي لوبډلې ۷ د صفر پر وړاندې ډي کاسل لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې بل مخکښ فوټبال لوبغاړي نیمار هم یو ګول وواهه.

د پي ایس جي په لوبډله کې لېونل میسي هم لوبېږي.

د یادونې ده چې یاد کلب د جنورۍ په ۱۹ نېټه په سعودي عربستان کې د رونالډو په ګډون د ریاض ایلیون لوبډلې ته هم ۵-۴ ماتې ورکړې وه.