هاشم املا له هر ډول کرېکټ سره مخه ښه وکړه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i11145-هاشم_املا_له_هر_ډول_کرېکټ_سره_مخه_ښه_وکړه
مسلمان او د نړۍ مشهور کرېکټر هاشم املا له هر ډول کرېکټ سره مخه ښه وکړه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 01, 1401 07:42 Asia/Kabul
  •  هاشم املا له هر ډول کرېکټ سره مخه ښه وکړه

مسلمان او د نړۍ مشهور کرېکټر هاشم املا له هر ډول کرېکټ سره مخه ښه وکړه.

د جنوبي افریقا پیلیز توپ وهونکی، مسلمان او د نړۍ مشهور کرېکټر هاشم امله چې په 2019 م کال کې د نړیوال کرېکټ سره مخه ښه کړې وه، تېره ورځ یې د هر ډول کرېکټ سره د مخه ښې اعلان وکړ.

نهه دېرش کلن هاشم املا په درېیو فارمټونو کې ټولټال ۱۸۶۷۲ منډې جوړې کړي. د سویلي افریقا لپاره یې ۱۸۱ یو ورځنۍ، ۴۴ شل اوریزې او ۱۲۴ تیسټ لوبې ترسره کړې دي.

هغه د سویلي افریقا لومړنی توپ وهونکی دی چې په یوه لوبه کې یې درېیمه سلیزه وهلې ده