محمد نبي د امرالله صالح خبرو ته غبرګون ښودلی.
جدی 24, 1401 07:34 Asia/Kabul
د افغان ملي لوبډلې مخکني لوبډلمشر د امرالله صالح هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې پر کرېکټ ملي لوبډله يې نيوکې کړي.
محمد نبي د امرالله صالح خبرو ته غبرګون ښودلی.
نوموړي ویلي چې دوی اوس هم تر هماغه بیرغ او سرود لاندې کرېکټ کوي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هېواد د رښتینو ارزښتونو استازولي کوي.
نوموړي صالح ته په اشارې سره زیاته کړې، ملت چې اوس له کوم حالته تېریږي، دا ټول ستاسې د فاسد نظام له امله دي.
له دې مخکې امرالله صالح پر افغان کرېکټ لوبډله موقتي او دایمي بندیزونه مثبت ګام بللی و او نیوکه یې کړې وه چې افغان لوبغاړي د نجونو زدهکړو په ګډون د نورو «بېعدالتیو» په اړه غلي دي.
کلیدواژه