عقرب 09, 1401 09:25 Asia/Kabul

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې افغانستان کې سلګونه ماشومان د کولرا او شري ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

دې سازمان ویلي چې له تېرو لسو میاشتو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د شري او کولرا ناروغۍ له امله ۴۵۰ ماشومان وژل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ډيری ماشومان د بدخشان، کابل، ننګرهار، کندوز، هلمند، تخار او هرات ولایت کې د دې ناروغیو له امله مړه شوي دي.

تگ