عقرب 07, 1401 20:21 Asia/Kabul

د ایران شیراز ښار کې پر شاه چراغ زیارت د شوي ترهګریز برید له امله د شهید شویو کسانو د جنازې مراسم ترسره شول

دا مراسم نن سهار د شیراز په امام حسین میدان کې پیل شول او بیا وروسته له دې میدان څخه د یولس شهیدانو جسدونه د شاه چراغ زیارت ته یوړل شول.

دې مراسمو کې د قربانیانو د کورنیو په شمول د سپاه پاسداران عمومي قوماندان سردار سلامي، د ایران د پوځ د همغږي کوونکي مرستیال قوماندان امیر حبیب الله سیاري او د ایران د دولت ویاند علي بهادري جهرمي په شمول زیات شمېر ایراني چارواکو هم ګډون کړی وو.

د دې مراسمو ګډون کوونکو چې د شهیدانو انځورونه یې هم په لاسونو کې وو، د امریکا او صهیونیستي رژیم په شمول یې د ترهګرو ډلو د ملاتړ کوونکو پر ضد شعارونه ورکړل.

د یادولو وړ ده چې تیره چهارشنبه ماښام مهال یو ترهګر په شاه چراغ زیارت کې پر زیارت کوونکو باندط برید وکړ او پنځلس کسان یې شهیدان او همدارنګه څه کم شل تنه یې ټپیان کړل.

د دې جنایت مسوولیت داعش ډلې منلی.

تگ