جوزجان کې لسګونه کورنۍ د بېوزلۍ له امله په خپلو ښځو او ماشومانو شاقه کارونه کوي
عقرب 07, 1401 20:11 Asia/Kabul
جوزجان ولایت کې یو شمېر ماشومان او مېرمنې د بیوزلۍ او غربت له امله لسګونه کورنۍ مجبوره شوې دي، چې پرخپلو ښځو او ماشومانو باندې شاقه کارونه وکړي. د افغانستان سرپرست حکومت ویلي، هڅه کوي چې له دې ډول بېوزلو خلکو سره مرسته وکړي.