عقرب 07, 1401 19:41 Asia/Kabul

د افغانستان سرپرست حکومت د ایران په شیراز ښار کې پر شاه چراغ زیارت شوی ترهګریز برید غندلی دی.

د سرپرست حکومت ویاند ذبیج الله مجاهد لخوا خپرې شوې خبرپاڼه کې پر شاه چراغ زیارت ترسره شوی برید په سختو ټکو غندل شوی دی او د ایران د ملت په ځانګړي توګه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودل شوې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پرون پر شاه چراغ زیارت ترسره شوی برید غندلی وو او دا برید یې د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاق کړنه بللې ده.

تگ