د بخش اباد بند د بیا رغونې له پاره د بسپنې راټولولو بانکي حساب جوړول
عقرب 06, 1401 19:07 Asia/Kabul
د اوبو او برېښنا وزارت د بخش اباد بند د بیا رغونې له پاره د بسپنې راټولولو بانکي حساب جوړ کړی دی.
د بخش اباد بند د بیا رغونې له پاره د بسپنې راټولولو بانکي حساب جوړول
د اوبو او برېښنا وزارت د بخش اباد بند د بیا رغونې له پاره د بسپنې راټولولو بانکي حساب جوړ کړی دی.
د دغه وزارت مسوولینو په کور دننه او بهر کې له افغانانو څخه غوښتي ترڅو د دغه بند د رغونې په برخه کې نقدي مرستې وکړي. د اوبو او برېښنا وزارت چارسنبالي عبداللطیف منصور ویلي دي چې دغه بانکي حساب د فراه ولایت د خلکو په غوښتنه جوړ شوی دی. نوموړی زیاتوي چې د دغه بند د رغونې له پاره ۴۰۰ ملیونه ډالرو ته اړتیا ده.