جدی 30, 1404 17:36 Asia/Kabul

د داعش ترهګرې ډلې په کابل کې په یوه رستورانت کې د پرونۍ چاودنې مسؤلیت په غاړه واخیست. په چاودنه کې شپږ افغانان او دوه چینایي وګړي ووژل شول. په ورته وخت کې په کابل کې د چین سفارت یوه اعلامیه خپره کړه چې له چینایي اتباعو څخه یې وغوښتل چې په لنډمهاله توګه افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.