جدی 30, 1404 17:34 Asia/Kabul
  • متقي او عراقچي د سیمه ییز امنیت پر ساتلو ټینګار وکړ

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پرون د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره د ټیلیفوني اړیکې له لارې په ایران کې د وسله والو ترهګرو اقدامات یې وغندل او وویل چې په سیمه کې ثبات او امنیت د ټولو هیوادونو په ګټه دی.

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې امیر خان متقي په ایران کې وروستیو ترهګریزو پیښو ته په اشارې سره د دې ناکراریو د کنټرول په اړه خوښي څرګنده کړه او په سیمه کې د دې ناامنیو د خپریدو د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړ.ښاغلي متقي په سیمه کې امنیت او ثبات د ټولو هیوادونو په ګټه وباله.د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایران د نظام د ملاتړ په برخه کې د افغان ولس او حکومت د دریځ هرکلی وکړ او په مختلفو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې یې د ودې په حال کې وبللې.