افغانستان کې د لوږې د ډیرېدو خبرداری
جدی 30, 1404 17:33 Asia/Kabul
د ژمي په رارسېدو او د نړیوالو مرستو په کمیدو سره په افغانستان کې د لوږې ناورین مخ په زیاتیدو دی چې په ملیونونه خلک د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي. د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې اوولس میلیونه خلک د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي، چې دا بهیر ایران او پاکستان څخه د کډوالو د راستنیدو له امله نور هم زیات شوی دی.