جدی 29, 1404 17:00 Asia/Kabul
  • مجاهد په شمالي پولو کې د پېښې په څېړلو ټینګار وکړ

د سرپرست حکومت ویاند وايي چې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ په پوله کې د هغه نښتې په اړه څیړنې روان دي چې څلور وسله وال کسان پکې ووژل شول.

ذبیح الله مجاهد ټینګار وکړ چې د قاچاق وړونکو یوه ډله چې د مخدره توکو د قاچاق هڅه یې کوله د تاجیکستان سرحدي ساتونکو سره مخ شول.پرون د تاجیکستان د ملي امنیت کمیټې په " خرمن جو " سیمه کې افغانستان سره په پوله کې د څلورو وسله والو کسانو د وژلو خبر ورکړ.ویل کیږي چې دې کسانو هڅه کوله چې له پولې تیر شي او یاد هیواد ته ننوځي چې تر برید لاندې ونیول شول.