افغان ۱۹کلنو کرکټ لوبډلې سویلي افریقا ته ماتې ورکړه
جدی 27, 1404 17:38 Asia/Kabul
د افغانستان له نولس کلنو کم عمره لوبغاړو د کرکټ د یو ورځنیو لوبو د نړیوال جام په سیالیو کې جنوبي افریقا ته د اته ویشت منډو په توپیر ماتې ورکړه.
افغان زلمیانو جنوبي افریقا ته د دوه سوه اووه شپېته مڼدو هدف ورکړی و، خو سیالې لوبډلې په اووه څلوېښت اوورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او هدف یې پوره نه کړ. د زیمبابوي او نامیبیا په کوربه توب په دې جام کې پرون درې لوبې وشوې چې یوه یې د افغانستان وه.د افغانستان بله لوبه سبا یکشنبې له ویسټ انډیز سره په پام کې ده. د نولس کلنو د نړیوال جام پایلوبه به د فبروري په شپږمه ترسره شي.