کورنیو ادارو سره د ۳.۳ میلیارده افغانیو پور تصفیه
جدی 25, 1404 16:42 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د مالیې وزارت وايي چې د کورنیو ادارو درې اعشاریه درې میلیارده افغانیو پورونه یې پاک کړي دي.
دغه اداره ټینګار وکړ چې دا اندازه د څوارلس سوه دوه مالي کال څخه د څوارلس سوه څلورم مالي کال تر پایه پورې د عمومي بودیجې له لارې ورکړل شوې.د مالیې وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دا اقدام د اقتصادي ثبات او دوامداره ودې ډاډمنولو او په خصوصي شرکتونو باندې د مالي فشار کمولو لپاره اخیستل شوی.خو تر اوسه پورې د هغو نورو پورونو د اندازې په اړه کوم معلومات نه دي ورکړل شوي چې د تیر حکومت په دوره کې شرکتونو او اشخاصو لخوا پریښودل شوي وو.